چين د کډوالو پر بشري حقونو د امريکا د تيري راپور خپور کړی
CMG2023/03/30 14:46:44
شريکول:

چين د مارچ په ۳۰مې نېټې د کډوالو پر بشري حقونو د امريکا د تيري د حقيقت راپور خپور کړی دی.

چين په دغه راپور کې د کډوالو په چارو کې د امريکا بدې کړنې را برسېره کړي او د حقيقتونو له مخې يې د واشنګټن دروغ او پروپاګنډ په ډاګه کړي دي. 

راپور وايي، امریکا د کډوالو پر حقونو ډېر زیات تيری کړی او په نړۍ کې تر ټولو لوی د کډوالو د توقيف سيسټم يې جوړ کړی دی.

امريکا له ۲۰۰۱م کال راهيسې، پر نورو هېوادونو په يوې او بلې پلمې د تيري له امله څه باندې ۸۰۰ زره کسان وژلي او جنګونو یې په افغانستان، عراق او سوريې کې ۲۰ میليونه خلک کډوالۍ ته اړ کړي دي.

راپور زياتوي، په امريکا کې  تقريباً ټول کډوال د حکومت د تاريخ له بې رحمه چلند سره مخ دي.