چين په امريکا د څای ينګ ون له ترانزيت سره ټينګ مخالفت ښودلی
CMG2023/03/30 15:54:53
شريکول:

د امريکا یوه چارواکي ويلي، چين باید له امريکا څخه د څای ينګ ون د ترانزیت په اړه سخت غبرګون ونه ښيي او د هغې ترانزيت يې عادي بللی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مارچ په ۲۹مې نېټې په يوې خبري ناستې کې د امريکايي چارواکې يادې څرګندونې رد کړي او ويلي یې دي، چې پخوانۍ تېروتنې دې د نننۍ تېروتنې لامل نه ګرځي او د تېروتنې تکرارول ورته مشروعيت نشي برابرولی.

ماو نينګ ويلي، چين د امريکې او تايوان سيمې ترمنځ له هر ډول رسمي تک راتګ سره کلک مخالفت کوي.

د امريکايي حکومت او تایوان ځواک تر منځ هر ډول تماس نيول د یو چین پېژندنې اصل سره په ټکر کې دي او چين څو ځلې امريکې ته د څای ینګ ون د سفر په اړه جدي احتجاج کړی دی.

نوموړې ويلې، له امريکا نه د تایوان سيمې مشرې د ترانزيت رښتينې موخه له چين څخه د تايوان د بېلتون غوښتونکو نظر پراخول دي. هغې د چين څرګندونه معقوله بللې او ويلي دي چې امريکا تل د تايوان بېلتون غوښتونکو څخه ملاتړ کړی او اوس هم په يوې او بلې بهانې ترې ملاتړ کوي.

نوموړې زياته کړې، چې چين به حالاتو ته په کتو، د هېواد د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا لپاره کلک تدبیرونه ونيسي.