بهرني کارپوهان: امريکا د تش په نوم "د ډیموکراسۍ سرمشریزې" له لارې خپل تسلط پراخوي
CMG2023/03/30 15:05:22
شريکول:

د روسیې د علومو اکاډمۍ څیړونکي الکسندر یرشوف او د قزاقستان د "تراپ" اپلېډ څیړنیز مرکز رییس رحیم اوشاکبایف په دې وروستيو کې له سي جي ټي اېن(CGTN) سره په مرکو کې ويلي، چې امريکا "د ډیموکراسۍ سرمشریزه" د سياسي وسيلې په توګه کاروي او موخه يې د واشنګټن د تسلط پراختيا ښودلې ده. د دوی په وينا، پر نورو هیوادونو د "لوېدیځ شکله ډیموکراسۍ" د پلي کولو هڅه به د لوېديځ لپاره د نه ختمېدونکو زیانونو سبب وګرځي.

د روسیې د علومو اکاډمۍ د چین او عصري اسیا د انسټیټیوټ څیړونکي الکسندر یرشوف ويلي، ډيموکراسۍ ته د لوېديځو هېوادونو په تعریف کې سیاسي رنګ ورکړل شوی دی او په وينا يې، د امريکا حکومت له اوږدې مودې راهیسې د "ډیموکراسۍ" کوتک په لاس کې نيولی او پر هغو هېوادونو او خلکو فشارونه اچوي، چې له ډيموکراسۍ سره يې جوړ نه وي، خو بیا هم د تش په نوم"ډیموکراسۍ سرمشریزې" کې يې ګډون ته هڅوي، حال دا چې ټول فعاليتونه يې سوچه ايډيالوژيک رنګ لري.

د الکسندر یرشوف په وينا، لوېديځ هېوادونه د عامه افکارو د راپورته کولو په موخه په منظمه توګه ځینې کسان او ډلې هڅوي، چې په ورته فعالیتونو کې يې مشخصې څرګندونې وکړي او همدغه فعاليتونه يې د عامه افکارو د جوړولو ښه وسله ګرځولې ده او حقیقت همدا دی، چې دا ډول سرمشریزه د عامه افکارو د بدلولو په مبارزه کې د امریکا یو ډول ځانګړې وسيله ده.

د قزاقستان د "تراپ" اپلېډ څیړنیز مرکز رییس رحیم اوشاکبایف ويلي، چې د لوېدیځ سیاستوال هڅې کوي، چې د "ډیموکراسۍ" تعریف او تفسیر انحصار کړي او د نړۍ د ویشلو لپاره يې وکاروي. د نوموړي په وينا، د نننۍ څو قطبي نړۍ په وضعيت کې، پر نورو هېوادونو د "لوېدیځ شکله ډيموکراسۍ" پلي کولو کوښښونه به، لوېديځ ته نه ختمېدونکي زیانونه ورسوي. (ژباړه: شکريه)