د کولمبيا دفاع وزارت د مارچ په ۲۹مې نېټې په يوې اعلاميې کې ویلي، چې د حکومت ضد وسله والو(د کولمبيا ملت بښوونکی پوځ) په همدې ورځ د دې هېواد په شمال ختيځ سانتندر ولايت کې پر حکومتي ځواکونو بريد کړی، چې له امله يې ۹ سرتيري وژل شوي دي.
اعلاميه کې ويل شوي، چې د کولمبیا امنيتي ځواکونه به په سیمې کې پر له پسې عمليات او د زورزياتي مخنيوی به وکړي او مجرمين به د محکمې ميز ته را وکاږي.
د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پيترو د وسله والو ياد برید غندلی دی.