نړۍ د ناندریزې ډیموکراسۍ سرمشریزه نه غواړي
CMG2023/03/30 15:19:48
شريکول:

د امریکا لخوا ترتیب شوې تش په نوم د ډيموکراسۍ دوهمه سرمشریزه د مارچ په ۲۹مه او۳۰مه نېټه ترسره شوه. امریکایانو د لومړۍ سرمشریزې په موده کې د امریکا شکله ډيموکراسۍ د تدفین مراسم ترسره کړل. د امریکا حکومت اوس د کورني او بهرني مخالفت سره سره د نوې سیاسي نندارې پړاو پیلوي. د تش په نوم د ډيموکراسۍ دوهمه سرمشریزه لا هم د ډيموکراسۍ په نامه ډله ييز سیاست او مقابله راپاروي. نړۍ دغه شان سرمشریزه نه غواړي.

واشنګټن د ۲۰۲۱م کال په دسمبر کې د تش په نوم ډيموکراسۍ لومړۍ سرمشریزه ترسره کړه او د ډېرو هېوادونو له نیوکو سره مخ وه. خو هغه نیوکو ته هېڅ پاملرنه نه کوي او په دوامداره توګه د ډيموکراسۍ لارښوونکي ځان بولي چې دوهمه اړونده سرمشریزه يې ترسره کړه.

امریکې له کوستاريکا، هالنډ، کوریا جمهوریت او زامبیا سره دغه دوهمه سرمشریزه ترسره کړه او و يې غوښتل چې د دې غونډې پراخ استازیتوب وښيي. خو اصلي موخه يې لا هم د خپل مرکزي مقام څرګندويي او ساتنه ده.

د امریکې د کوینسي انسټیټیوټ په اړه د مسئولانه خپلواکۍ په نوم سایبري مجلې په دې وروستیو کې د یوې لیکنې په خپرولو سره اشاره وکړه، چې واشنګټن په خپلو خبرو کې نړۍ پر مقابله کوونکو ډلو وېشلې، دا سمه نه ده.

یوه پاکستاني کارپوه په نیوکې وویل، چې د واشنګټن لخوا تازه جوړه شوې د تش په نوم ډيموکراسۍ سرمشریزه د نړۍ د یووالي په موخه نه ده، بلکې د نړۍ جلا کېدو مقصد لري. واشنګټن ډیموکراسي د ځان لپاره خدمت کوونکې وسیله بللې ده.

له دې څخه ښکاري، چې د امریکا حکومت کړنې، نړیوال نه شي غلي کولی. نړیوال ټول پوه شوي، چې واشنګټن غواړي د تش په نوم ډيموکراسۍ دوهمې سرمشریزې په جوړولو سره د امریکې د معیار له مخې، نړۍ په ډیموکراتیکو او غیر ډیموکراتیکو ډلو ووېشل شي، د ډيموکراسۍ په پلمه د امریکې تسلط وساتل شي او له ځان سره مخالفت کوونکي هېوادونه وځپي.

واشینګټن د یادې دوهمې سرمشریزې په اړه څو موضوعات ټاکلي او هم له نیوکې سره مخ وو. د بېلګې په توګه، واشنګټن ویلي چې په دغه سرمشریزه کې به د ډيموکراسۍ پرمختګ پر هڅوونکي تکنالوژۍ بحث وشي. خو دا معلومه ده، چې امریکا په نړۍ کې د بېلابېلو هېوادونو څار او د هېکر تکنالوژۍ په برخه کې هم لومړی مقام نیسي. سربېره پر دې، واشنګټن ویلي چې په دغه سرمشریزه کې به په دې بحث وشي چې د رسنیو ازادي د ډيموکراسۍ بنسټ دی. نو امریکا څنګه دا مسئله مطرح کوي چې ولې امریکايي رسنیو د نورد- ستریم نللیکې پر پېښې په ډله ییزه توګه اطلاعات پټ ساتلي؟

د یوه هېواد د ډيموکراسۍ د ارزولو لپاره خلک تر ټولو د باور وړ غږ پورته کوي. د شیکاګو پوهنتون د ملي نظر څېړنیز مرکز د تېر کال په اکتوبر کې یوه سروې ترسره کړه او نتیجه يې ښيي چې یوازې 9 سلنه امریکایان دا نظر لري چې په امریکا کې ډیموکراسي ښه روانه ده. د امریکې پوهنتون د نړیوالو اړیکو پروفیسور جامس ګولدګیر وویل، امریکا ځاني اعتماد له لاسه ورکړی دی. واشنګټن باید د یوې کورنۍ ډيموکراسۍ سرمشریزه ترسره کړي چې په داخل کې نامساواتو او بې عدالتۍ ته جدي پاملرنه وکړي.

که څه هم امریکا د ډيموکراسۍ په برخه کې ډېره ټيټه شمېره ګټلې، خو هغې په دوامداره توګه پر نورو هېوادونو خپل شکله ډیموکراسي تپلې او له ډېرو کلونو راهیسې يې د نړۍ په ډېرو سیمو کې شخړې او ناورینونه راپورته کړي دي.

ډیموکراسي د انسانانو ګډ ارزښت دی. امریکا د ډيموکراسۍ مانا د انحصار او ټاکلو حق نه لري. نړۍ د جنجال راپاروونکې ډيموکراسۍ سرمشریزه نه غواړي.