د چين صدراعظم لي چيانګ د مارچ په ۲۹مې نېټې د های نان ولايت په بو او کې د پيسو نړيوال صندوق له مشرې کريسټالينه جورجيوا سره د کتنې پر مهال ويلي، چې حکومت يې توان لري، چې د سږني پرمختګ هدف پوره کړي.
نوموړي ويلي، چې د چين اقتصاد لوی بنسټ او ښه راتلونکی لري او په وينا يې، هېواد به يې په عمومي تګلارو د اقتصادي حالت کنټرول پياوړي کړي، د مصرف او پانګونې امکانات به لا پرانيزي، پر پرانيستې به ټينګار ولري او د خطرونو مخنيوی به وکړي.
لي چيانګ ويلي، چې نړيواله ټولنه بايد پر څو اړخيزم ټينګار وکړي او د نړيوالې صنعتي سلسلې امنيت او ثبات باید وساتي.
نوموړي زياته کړې، چين غواړي د پيسو له نړيوال صندق سره همکارۍ ژورې کړي، تر څو د نړيوالې ادارې چارې عادلانه او معقولې پرمخ ولاړې شي.
د پيسو نړيوال صندوق ل مشرې جورجيوا ويلي، چين به په سږ کال کې د نړی د اقتصادي پرمختګ لپاره څه باندې يو په درېيمه برخه خدمتونه وکړي.
نوموړې د چين ستاینه کړې، چې د څو اړخيزم ټينګ ملاتړ کوي او د پرمختيايي هېوادونو د پورونو د بحران د مخنيوي په برخه کې يې مهم خدمتونه کړي دي او په وينا يې، د پيسو نړيوال صندوق به له چين سره همکارۍ پراخې کړي.