د بو او اسيايي فورم استازي: چيني شکله عصري کېدل نړیوال پرمختګ ته خوځنده ځواک ورکوي
CMG2023/03/30 11:22:52
شريکول:

د بو او اسيایي فورم د سږنۍ کلنۍ غونډې د چيني شکله عصري کېدو فرعي فورم د مارچ په ۲۹مې نېټې په بو او ښار کې تر سره شو.

د دغه فرعي فورم سياسي او سوداګريزو استازو د نړۍ لپاره د چیني شکله عصري کېدل د اهميت وړ بللي او د اوسنۍ نړۍ د عصري کېدو د نويو محتویاتو په اړه يې بحثونه کړي دي.

د دغې غونډې چيني او بهرني استازي په دې اند دي، چې چيني ډوله عصري کېدل نړيوال پرمختګ ته خوځنده ځواک ورکوي.

د بريتانیا د کامبريج‌ پوهنتون لوړپوړي څېړونکي مارتين جاکوس ياد فرعي فورم ته په وينا کې ويلي، چې د چين عصري پرمختګ د نړیوال اقتصاد لپاره ډېر زیات خدمت کړی دی او په وينا يې، چين له ۲۰۰۷م او ۲۰۰۸م کالونو راهيسې د نړیوال اقتصاد د زياتوالي لپاره تر ټولو ډېر خدمت کړی او خدمتي چارې يې تر امريکا زياتې بللې دي.

نوموړي ويلي، که چين په يادې مودې کې پراخ خدمتونه نه وای کړي، نو په بېلابېلو هېوادونو کې به بېوزلي اوج ته رسېدلې وای او په وينا يې، چين د نړيوالې پانګونې په برخه کې هم لارښوونکی ګرځېدلی او مخکښ ځای يې نيولی دی.

د بو او اسيايي فورم مديرې او د فيليپين پخوانۍ ولسمشرې ګلوريا ماکاپاګال ارويو ويلي، چې چين د سولې او ګډو ګټو لپاره رښتني خدمتونه کړي دي او دا د شک وړ نه دی