وانګ شياو هونګ د شانګهای همکارۍ سازمان د امنيتي کنفرانس سکريترانو په ۱۸مې غونډې کې ګډون وکړ
CMG2023/03/30 10:42:39
شريکول:

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د امنيت کنفرانس د سکريترانو ۱۸مه غونډه د مارچ په ۲۹ مې نېټې د هند په پلازمېنې نوي ډيلي کې تر سره شوه. د چین د دولتي شورا غړي او د عامه امنيت وزير وانګ شياو هونګ له بېجينګ څخه په انلاين ډول په دغې غونډه کې ګډون کړی و.

نوموړي يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې هېواد به یې له ټولو خواوو سره د رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوی د نړيوال امنيت وړانديز پلی کړي او د شانګهای همکارۍ سازمان د امنيت کنفرانس د ميکانيزم له لارې به د قانون د پلي کولو او امنيت په برخو کې واقعي همکارۍ ژورې کړي.

د نوموړي په وينا، چین به له بېلا بېلو هېوادونو سره ګډ کار وکړي او د بېلا بېلو هېوادونو د اقتصادي سمسورتيا او ټولنیز ثبات لپاره به ښه امنیتي چاپېریال برابر کړي.

نوموړي خپلې خبرې په څو ټکو کې داسې رانغاړلې دي.

۱ـ  چین به له ټولو هېوادونو سره یو ځای د ګډو خطرونو پر وړاندې مقابله وکړي، د بهرنیو لاسوهنو مخه به ونیسي، د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنه کې به د ټولو هېوادونو ملاتړ وکړي او د هر هېواد د سیاسي واک او نظام امنیت به وساتي.

۲ـ چين به له ټولو هېوادونو سره ګډې ګټې ومومي، د خبرو اترو له لارې به اختلافات لېرې کړي، د همکاريو له لارې به شخړې حل او د يوه متوازن، اغېزمن او دواملرونکي نوي سیمه ایز امنیتي جوړښت د جوړولو لپاره به ګډ کار وکړي. ۳ـ چين به هراړخیزې ستراتیژۍ پلې کړي او د ۳ بدو ځواکونو(تندلاري، ترهګري او بېلتون غوښتونکي) پر ضد به ټينګه مبارزه وکړي.

۴ـ چين به له ټولو هېوادونو سره همغږي وساتي او له نړیوالو جرمونو سره د مبارزې په برخه کې به د عامه امنیت او کورنیو چارو څانګو د همکاريو میکانیزم بشپړ کړي.

۵ـ چين به د افغانستان د ثبات په برخه کې به مرسته وکړي.