د چين استازي د ۸۰ هېوادونو په استازيتوب د نړيوالو همکاریو او باکيفيته پرمختګ غوښتنه وکړه
CMG2023/03/30 10:29:45
شريکول:

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر او د نورو نړيوالو سازمانونو په نمایندګيو کې د چين دايمي استازي چن شوی د مارچ په ۲۹مې نېټې د بشري حقونو نړيوالې شورا په ۵۲مې غونډې کې د برازيل او جنوبي افريقا په شمول د ۸۰ هېوادونو په استازيتوب وينا کړې او د ويانا اعلاميې او عملي تګلارې د خپرېدو د ۳۰مې کليزې په مناسبت يې د نړيوالو همکاريو د زياتېدو غوښتنه کړې ده.

نوموړي له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د ويانا اعلاميې روحيه روښانه او باکيفيته پرمختګ ته وده ورکړي.

چن شوی د ويانا اعلاميه او تګلاره د نړيوالو بشري حقونو د پرمختګ په تاريخ کې د ميل تېږه بللې او په وينا يې، نړيواله ټولنه له تېرو ۳۰ کالونو راهيسې د يادې اعلامیې د روحيې تر چتر لاندې د بشري حقونو د ساتنې لاره څاري.

نوموړي ويلي، چې نړيواله ټولنه لا هم د تبعيض، نا برابرۍ، د قطبي سياست او سياسي پاشنې په شمول له ډېرو ستونزو سره مخ ده، چې د يادې اعلاميې د پلې کېدو او دوامدار پرمختګ پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي دي.