چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره پرانیستې همکارۍ پياوړې او د متقابلو ګټو پر بنسټ ورسره ګډې ګټې ومومي
CMG2023/03/30 10:41:59
شريکول:

  د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مارچ په ۲۹مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې په دې وروستیو کې د چين د پرمختګ لوړ پوړي فورم کلنۍ غونډه تر سره شوه او يو لړ مثبتې نښې يې ورکړې دي.

نوموړې رسنيو ته د يادې غونډې مثبتې نښې داسې بیان کړې دي.

۱ـ د چين د اوږد مهالې اقتصادي ودې بنسټ نه دی بدل شوی او د نړيوال اقتصاد لپاره به پر له پسې خوځنده ځواک او ډاډمنتيا برابره کړي.

۲ـ  چين به د پرمختګ پر نوې مفکورې ټینګار ولري، د پرمختګ نوې بڼه به جوړه او لوړ کيفيت لرونکی پرمختګ به وکړي او له نوي پرمختګ سره به يې نړۍ ته هم نوي فرصتونه برابر شي.

۳ـ چين په ټينګ هوډ د ورخلاصون لارې چارې پراخوي، چې له مخې به يې بېلا بېلو هېوادونو ته پراخ بازار او د سوداګرۍ ښه چاپېريال برابر شي او له ټولو خواوو سره به د پرانېستو همکاريو د پياوړتيا او متقابلو ګټو د تر سره کولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

د ماو نينګ په وينا، د چين د پرمختګ لوړ پوړي فورم سږنۍ غونډې پراخې پاملرنې راجلب کې دي.

د چین دولت رئيس شي جين پينګ يادې غونډې ته د مبارکۍ ليک استولی او دا د دې غونډې د ستر اهميت ښکارندويي کوي.

د غونډې چيني او بهرنيو ګډونوالو د اقتصادي بيا سمسورتيا، فرصتونو او همکاريو په اړه ژور بحثونه کړي او د ګډ پرمختګ په اړه يې د ګډو نظریو تبادلې کړې دي.