د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د مارچ په ۳۰ مې نېټې خپلمنځي غونډه رابللې او ګډونوالو يې په څلورم ځل د نوې زمانې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ مفکوره مطالعه کړې ده.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې رئيس شي جين پينګ د دې غونډې مشري کړې او په خپلو خبرو کې يې د غونډې له ګډونوالو غوښتي، چې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم مفکورې د مطالعې په رآس کې قرار ولري او نمونه جوړه کړي، څو ټول ګوندي غړي دغه مفکوره ښه زده او د تيوريو بنسټ يې ټينګ کړي.