شي جين پينګ د هسپانيا له لومړي وزير پیدرو سانچز سره وکتل
CMG2023/03/31 22:15:58
شريکول:

د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د مارچ په ۳۱ مه نېټه په بېجينګ کې د هسپانيا له لومړي وزير پيدرو سانچز سره وکتل.

شي جين بينګ په دې ليدنه کې وویل، چين هڅه کوي چې د باکيفيته پرمختګ له لارې د چيني شکله عصري کېدو بهير پرمخ يوسي او غواړي چې د هسپانيا په ګډون د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته لاپراخ بازار او د ګډې همکارۍ زياتې زمينې برابرې کړي.

نوموړي وويل، چين غواړي له هسپانيا سره د خپلمنځي سياسي اړيکو د ټينګېدو ۵۰ مه کليزه نوی پيل وګڼي او د خپلمنځي ګټورو همکاريو د تقويې لپاره هڅې وکړي.

پيدرو سانچز وويل، هسپانيا غواړي له چين سره صمیمانه خبرو او مشورو ته دوام ورکړي، متقابل اعتماد پياوړی کړي او خپلمنځي ګټورې همکارۍ لا ژورې کړي.