چین د هغو هېوادونو مخالفت وکړ، چې د چين د نظامي ګواښ په پلمه پوځي لګښتونه ډېروي
CMG2023/03/31 15:03:21
شريکول:

د امریکې پېنټاګون يا دفاع وزارت په دې وروستيو کې خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۴م مالي کال لپاره يې ۸۸۶ ميليارډه ډالر دفاعي بودېجه ټاکلې او دغه بودېجه يې د چین چېلنج پر وړاندې برابره کړې ده.

د بریتانیې حکومت هم څو ورځې مخکې د امنیت، دفاع، پرمختګ او ډيپلوماتیکو تګلارو څېړنيز راپور خپور کړی او د چین او روسیې د چېلنجونو پر وړاندې د مقابلې لپاره يې پلان ښودلی، چې په راتلونکو دوو کالونو کې به ۵ میلیارډه پونډه دفاعي لګښت زیات کړي، چې په دې سره به یې د کورني تولید په ارزښت کې د دفاعي لګښت برخه 2.5 سلنې ته لوړه شي.

د چین د دفاع وزارت ویاند تان که فې د مارچ په ۳۰مې نېټې یوې خبري ناستې ته ويلي، چې هېواد يې د ځينو هېوادونو له هغه عمل سره مخالفت کوي، چې د چين د نظامي ګواښ په پلمه د پوځي لګښت بودیجه زیاتوي.

نوموړي ويلي، چین د نړۍ د سولې، پرمختګ او نړیوال نظام ساتونکی دی او له بېلا بېلو هېوادونو سره ګټور فرصتونه شريکوي او د هيچا پر وړاندې چېلنجونه نه جوړوي.

(هیله)