شي جين پينګ د ماليزيا له صدراعظم انور ابراهيم سره وکتل
CMG2023/03/31 22:27:30
شريکول:

د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د مارچ په ۳۱ مه نېټه په بېجينګ کې د ماليزيا له صدراعظم انور ابراهيم سره وکتل.

شي جين پينګ انور سره په ليدنه کې وويل، چين او ماليزيا لرغونې اړيکې لري او دواړو خواوو چين ته د ښاغلي انور د روان سفر پر مهال د خپل ګډ برخليک ټولنې په جوړولو هوکړه وکړه او دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره نوې پاڼه واړوي.

شي جين پينګ وويل، چين غواړي له ماليزيا سره د اسيا تمدن خپور کړي، پر خپلواکې ستراتېژۍ ټينګار وکړي، د ختيځې اسيا د خپلمنځي همکارۍ اصلي هدف وساتی، د اسيان له مرکزي رول ملاتړ وکړي او د سړې جګړې د مفکورې او پارټ بازۍ مخه ونيسي. نوموړي وړانديز وکړ چې دواړه هېوادونه دې د چيني او اسلامي تمدنونو ترمنځ متقابلې زده کړې ژورې کړي، پر رښتيني څواړخيزم دې ټينګار ولري، نړيوال عدالت او د پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې دې وساتي او د نړۍ د ادارې لپاره دې زيات خدمتونه وکړي.

انور په خپلو خبرو کې شي جين پينګ د نړۍ اغېزناک او لوی سياستوال بللی او ويلي يې دي چې هېواد به يې له چين سره هراړخيزې ګډې همکارۍ پياوړې کړي او د اړوندو وړانديزونو د عملي کولو او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لپاره به هڅې وکړي.

نوموړي وويل، چين د تاريخ په اوږدو کې پر هېڅ هېواد يرغل نه دی کړی او پدې وروستيو کې د سعودي عربستان او ايران استازو د چين په منځګړيتوب بريالۍ خبرې وکړې او له دې څخه څرګندېږي چې چين د سولې په رامنځته کولو کې رغنده رول لوبولی دی.

نوموړي زياته کړه چې ماليزيا د پارټ بازيو له تقابل سره مخالفه ده.