عبدالفتاح السيسي د برېکس هېوادونو په نوي پرمختيايي بانک کې د مصر د ګډون حکم لاسليک کړ
CMG2023/03/31 10:06:02
شريکول:

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د مارچ په ۳۰مې نېټې حکم  صادر کړی او د برېکس هېوادونو په نوي پرمختيايي بانک کې يې د دغه هېواد غړيتوب ته لاره هواره کړې ده.

د مصر پارلمان د روان کال د جنورۍ په ۲۹مې نېټې د برېکس هېوادونو په نوي پرمختيايي بانک کې د مصر د ګډون پرېکړه کړې وه.

د برېکس هېوادونو نوي پرمختيايي بانک د ۲۰۲۱م کال په ډسمبر کې اعلان کړی و، چې مصر به يې د بانک برخوال وګرځي.

نوی غړی هېواد دې د دغه بانک تر منظورۍ وروسته په کوردننه اړوند تشريفات بشپړ کړي، بيا بانک ته دې د غړيتوب غوښتنليک وړاندې کړي او د دغه بانک رسمي غړی وګرځي.