د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۳۱ مه نېټه په بېجينګ کې د سينګاپور له صدراعظم لي سين ګونګ سره وکتل.
شي جين پينګ په دې ليدنه کې وويل، چين اوس د چيني شکله عصري کېدو بهیر په پرمخبيولو سره د چيني ملت د لويې کچې بيا سمسورتيا موخې ته د رسېدو په هڅه کې دی او پدې سره به يې د اقتصاد او ټولنې حياتي ځواک لاپياوړی شي. چين غواړي د سينګاپور په ګډون له هغو هېوادونو سره چې له چين سره ګډې همکارۍ غواړي، د پرمختګ مهم فرصتونه شريک کړي.
شي جين پينګ وويل، اسيا پدې وروستيو کلونو کې ثابت او چټک پرمختګ کړی او سيمه ييز هېوادونه دې د سيمې د پرمختګ دغه ښه تمايل ته ارزښت ورکړي، د سيمې سوله دې وساتي، له بادارۍ سره دې ټينګ مخالفت وکړي او هېڅ هېواد ته دې اجازه نه ورکوي چې اسيايان د نيکمرغه ژوند د لټولو له حق څخه بې برخې کړي.
لي سين لونګ وويل، زه د چين پر اقتصاد باور لرم او هيله لرم چې چين ته د ده دا سفر د دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړيکو د لا پرمختګ لامل شي.
نوموړي د تايوان چارې د چين کورنۍ چارې وبللې او ويې ويل چې هېوادونه دې يو بل ته درناوی وکړي، په سوله کې ګډ ژوند دې تامين کړي، متقابلې ګټورې همکارۍ دې وکړي، د شخړو مخه دې ونيسي او له خطرونو او ننګونو سره دې په ګډه مقابله وکړي.