کارپوهان: د چين ډيموکراسۍ د انسانانو د سياسي تمدن بڼه غني کړې
CMG2023/03/31 15:16:12
شريکول:

په بېجينګ کې پدې وروستيو کې (ډيموکراسي؛ د ټولو انسانانو ګډ ارزښت دی ) دوهم نړيوال فورم ترسره شوی او ډېرو ګډونوالو يې په خپلو ويناوو کې ډيموکراسي متنوع بللې ده.

د ياد فورم د ګډونوالو کارپوهانو په وينا، د ډيموکراسۍ د رامنځته کېدو لپاره بېلابېلې لارې موجودې دي او چين هم د خپل وضعيت له مخې، ټول بهير ډيموکراسي نوښت کړې، چې نه یوازې يې دغه هېواد ته پرمختګ ورکړی، بلکې د انسانانو د سياسي تمدن بڼه يې هم غني کړې ده.

د ياد فورم ګډونوال او د نينګ شيا پوهنتون د چين او عربي هېوادونو څېړنيز انسټيټيوټ رئيس لي شاو شيان ويلي، چې هر تمدن خپلې ځانګړتياوې لري او په پرمختګ يې ځانګړی ډيموکراتيک ماډل هم رامنځته کېږي او په وينا يې، د چين ټول بهير ډيموکراسي د دغه هېواد د وضعيت او کلتور له مخې رامنخته شوې او چيني ځانګړتياوې ترې ښکاري.

د پاکستان د پارلمان د ملي دفاع کمېټې رئيس مشاهد حسین سید ويلي، چې په نړۍ کې مختلف تمدنونه، کلتورونه او ټولنې موجودې دي او ډيموکراسي هم بېلابېل ډولونه لري او په خبره يې، هر هېواد او هره ټولنه باید د خپلې جغرافيې، تاريخ او ځينو نورو ځانګړتياوو له مخې مناسبې ډيموکراتيکې لارې انتخاب کړي.

د چين او نړیوالتوب فکري مرکز غړي او څېړونکي احمد خان ويلي، چې ټول هېوادونه، لوی دي او که کوچني او يا هم پياوړي دي او که کمزوري، باید د نړۍ لپاره خدمتونه وکړي او انسانان باید د نړۍ تنوع يا رنګارنګي او د ډيموکراسۍ رښتينی ارزښت وپېژني.