د چین دفاع وزارت: د چين پوځ به ملي حاکميت او سمندري حق ټينګ وساتي
CMG2023/03/31 11:00:31
شريکول:

د چین د دفاع وزارت ویاند تان که فې د مارچ په ۳۰ مې نېټې د ختيځ او جنوبي سمندرونو په اړه د جاپان او فليپين د بهرنيو او دفاع وزيرانو د اړوندو څرګندونو په اړه خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې د اسيا او ارام سمندر سيمې د سولې او ثبات ساتلو لپاره هڅې کوي او پر دې ټينګار لري، چې د هېوادونو ترمنځ همکارۍ بايد د سيمه ييزې سولې او ثبات د ټينګښت په موخه وي او د کومې درېيمې خوا ګټو ته باید زیانونه ونه رسوي.

تان که فې ويلي، ځينو هېوادونو له يوې مودې راهيسې د سړې جګړې او د زېرو-سم لوبې مفکورې راپورته کړي او د "چيني جبر" او "چين پوځي ګواښ" په نومونو يې خپل پوځي ځواک پراخ کړی دی او چين يې له دا ډول کړنو سره کلک مخالفت کوي.