د بو او اسيايي فورم بهرني مشران: نړيواله ټولنه بايد ننګونې په ګډه حل کړي
CMG2023/03/31 10:54:19
شريکول:

د بو او اسيايي فورم ۲۰۲۳م کلنۍ غونډه د مارچ په ۳۰مې نېټې د های نان ولايت په بو او ښار کې پرانيستل شوه.

 د بهرنيو هېوادونو مشرانو د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې بېلا بېل هېوادونه ګډو همکاريو ته رابللي او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې نړيوالې ننګونې په ګډه حل کړي او نړيوال اقتصادي پرمختګ ته يو ځای وده ورکړي.

د سينګاپور صدراعظم لي حسين لونګ ويلي، چې چين د نړۍ د لويو اقتصادونو له ډلې څخه دی او د دغه هېواد د ور خلاصون پالیسۍ د دوام ورکولو هرکلی يې کړی دی. نوموړي هيله ښودلې، چې بېلا بېلې خواوې د سيمه ييز او نړيوال اقتصادي پرمختګ او سمسورتيا لپاره پوره هڅې وکړي.

د هسپانيې لومړي وزير پېډرو سانچيز ويلي، نړيوالې ستونزې په يو اړخيزه توګه نه شي حل کېدای او په وينا يې، اروپايي او اسيايي هېوادونه بايد د نړيوالو ننګونو پر وړاندې د مقابلې لپاره خپلمنځي همکارۍ وکړي او د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

د ماليزيا صدراعظم انور ابراهيم ويلي، چې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لاسته راوړنې د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د يووالي او همکاريو اهميت ښکاره کړی دی.

د پيسو نړيوال صندوق مشرې کريسټالينه جورجيوا هم يادې ناستې کې ګډون کړی و. نوموړې ويلي، چې اوسنۍ نړۍ له ګڼو نامعلومو ستونزو سره مخامخ ده، بېلا بېل هېوادونه يوازې د يووالي او همکاريو له لارې ستونزې حل کولی او نړۍ ته سمسورتيا او امنيت رسولی شي.