د بو او اسیایي فورم روانه کلنۍ غونډه په يووالي او همکارۍ ټينگار کوي
CMG2023/03/31 14:46:30
شريکول:

د بو او اسیایي فورم د ۲۰۲۳ کلنۍ غونډه د مارچ له ۲۸مې نېټې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې د چین د های نان ولایت په بو او کې تر سره شوه. سږ کال د بو او اسيايي فورم کلنۍ غونډه په بشپړه توګه په افلاين ډول تر سره شوه چې د څه دپاسه پنځوسو هېوادونو او سيمو شاوخوا ۲ زره استازي او ١٧٠ خبري سازمانونه او ١١٠٠ خبريالان يې راغوښتي دي. یو شمېر بهرنیو ګډون کوونکو د روانې میاشتې په ۳۰مه نېټه د دې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې بېلا بېل هېوادونه باید د نړۍ د ناثابتو عواملو په زياتېدو سره سره متحد شي او د اسيايي اقتصاد او نړیوالې سمسورتيا او پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي. د روانې کلنۍ غونډې موضوع "ناڅرګنده نړۍ: له ننګونو سره د مقابلې لپاره یووالی او د ورخلاصون، ټولشموليت او ګډ پرمختګ موندل" دي. د زيات شمېر هېوادونو مشرانو د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی.

د سينګاپور صدراعظم لي هسين لونګ هيله لري چې چین د اسيا د يوه مهم اقتصاد په توګه په پر له پسې توګه د څواړخيزم او سيمه ييزې همکارۍ په برخو کې هڅې وکړي. موږ هرکلی کوو چې چین په پر له پسې توګه د ورخلاصون تګلارې پلې کړي او په دوامداره توګه د څواړخيزم او سيمه ييزې همکارۍ ملاتړ وکړي. موږ هيله لرو چې بېلا بېلې خواوې د سيمه ييز او نړيوال پرمختګ او سمسورتیا لپاره لا فعاله ونډه واخلي څو د نړۍ او اسيايي ټولنې په ګټه وي.

د مالیزیا صدراعظم انور بن ابراهیم هم په یاده غونډه کې دې ته اشاره وکړه چې که څه هم سیالي ګټوره ده، خو همکاري تر ډېره مهمه ده. هغه وویل، په داسې وخت کې چې نامعلوم عوامل په زیاتیدو دي، بېلا بېل هېوادونه باید په یووالي او ګډ برخلیک تمرکز وکړي او وېش او تفرقه پرېږدي. اوس د یو کمربند او يوې لارې وړاندیز په څو او دوه اړخیزو ډګرونو کې لازیات رول لوبوي. د ده په اند، د يو کمربند او يوې لارې د وړاندیز پرمختګ د پيوستون او همکارۍ د روحيې روښانه څرګندونه ده. ناروغي په تدريجي ډول پای ته رسېږي، موږ بايد د يو کمربند او يوې لارې د همکارۍ تحرک لا پياوړی کړو. زه یو ځل بیا له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه کوم چې په ګډه کار وکړي، متحد شي او همکاري وکړي او تجربې شریکې کړي څو په ګډه یوه پیاوړې او انعطاف وړ اسیا جوړه کړي.

د هسپانيا صدراعظم پيدرو سانچز په همدې ورځ وویل، نن چې ناڅرګند عوامل مخ په زياتېدو دي، بېلا بېل هېوادونه يوازې د خبرو اترو، پيوستون او همکارۍ له لارې خپلمنځي اعتماد بيا ټينګولی شي. هغه د چین ستاینه وکړه چې د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پياوړې کوي او باور يې وښود چې دا د چين لوړه مسؤلانه رويه څرګندوي. تمه ده چې هسپانیا او چین په لا زياتو ساحو کې د همکارۍ فضا پراخه کړي.

د پيسو د نړيوال صندوق مشرې جورجيووا دې ته اشاره وکړه چې د سوداګريزو چارو د يو ځای کېدو له امله اسیا له تېرو څو لسيزو راهيسې پياوړې اقتصادي وده تر لاسه کړې ده چې چین په کې مهم رول لوبولی دی. هغې دا هم په ګوته کړه چې په راتلونکي کې یوازې د همکارۍ او يووالي له لارې له ننګونو سره مقابله وکړي. هغې وويل، اسیا په حقیقت کې د اقتصادي ودې ځواک دی. موږ باور لرو چې که څه هم اسیا او نړۍ له ناڅرګندتیا سره مخ دي، خو د چین او هند خدمتونه به په سږ کال کې په نړیواله اقتصادي وده کې نیمه برخه ونيسي. نو پالیسي جوړوونکي باید له همدې زمانې سره څنګه مقابله وکړي؟ زه فکر کوم، سږ کال بو او اسیایي فورم دې ته ځواب ورکړی کوم چې همکاري او پيوستون دی.