د برېکس هېوادونو د حکومتولۍ او کولتوري تبادلې فورم پرانېستل شو
CMG2023/03/31 11:30:03
شريکول:

د برېکس هېوادونو د حکومتولۍ او کولتوري تبادلې فورم د مارچ په ۳۰مې نېټې د چين په يانګ جو ښار کې پرانېستل شو.

په دغه فورم کې د چين، روسيې، هند، برازيل او جنوبي افريقا څه دپاسه ۲۰۰ استازو په انلاين او حضوري ګډون کړی او د فورم د منځپانګې په اړه يې د نظريې تبادلې کړې دي.

د دې فورم منځپانګه د برېکس هېوادونو د همکاريزې نقشې پر ټاکلو، د نړيوال پرمختګ د نوي پړاو پرانېستنې، د برېکس هېوادونو کولتوري تبادلې پر ژورتيا او د لوړ کيفيت لرونکي مشارکت ورټوله وه.

ګډونوالو د برېکس هېوادونو د عالي رتبه همکاريزو اړيکو د پرمخبېولو او د خپلمنځي همکاريو د پياوړتيا او ژورتيا په اړه پراخه اجماع رامنځته کړې او باور يې ښودلی، چې برېکس هېوادونه د پېچلو نړيوالو حالاتو پر وړاندې د نړۍ د سولې، ثبات، پرمختګ او سوکالۍ د ساتلو يو ثابت ځواک پاتې شوی دی.

برېکس هېوادونو په دې وروستيو کالونو کې اقتصادي او سوداګريزې تبادلې، سياسي خونديتوب او کولتوري تګ راتګ پياوړي کړي او په راتلونکې کې د انکشافي فرصتونو او پايلو د شريکولو هيلې لري.

برېکس هېوادونه د لا ښې نړۍ د جوړولو په پار د همکاريو په لټه دي. (ژباړه: شکريه)