د امريکا دوو چورلکو ټکر کړی، ۹ کسان پکې وژل شوي
CMG2023/03/31 10:13:13
شريکول:

د امريکا د پوځ ۱۰۱م پاراشوټي ځواک د مارچ په ۳۰مې نېټې خبر ورکړی، چې دوو بلاک هاک ډوله چورلکو يې د ۲۹مې نېټې د شپې په ۱۰ بجو د دغه هېواد په کنټوکي ايالت کې د يوه تمرين پر مهال ټکر کړی او دواړه رانسکورې شوې دي.

خبر وايي، چې په يادو چورلکو کې ۹ کسان سپاره وو او ټول وژل شوي دي.

د امريکا پوځ ۱۰۱م پاراشوټي ځواک مرستيال قوماندان جون د روانې مياشتې د ۳۰مې نېټې په سهار يوې خبري ناستې ته ويلي، چې يادې چورلکې په روزنيز تمرين بوختې وې او په هوا کې يې يو بل سره ټکر کړی دی.

 نوموړي زياته کړې، چې اداره به يې د يادو چورلکو د ټکر په اړه نورې څېړنې وکړي او د پېښې علت به یې مالوم کړي.