لي چيانګ: په چين کې پانګونه د ښه راتلونکي تضمين دی
CMG2023/03/31 10:59:30
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د مارچ په ۳۰مې نېټې په های نان ولايت کې د بو او اسيایي فورم د سږنۍ غونډې په څنډې کې د چيني او بهرنيو تصدیو له استازيو سره فرعي ناسته ترسره کړې ده.

لي چيانګ يادې ناستې ته په خبرو کې هيله ښودلې، چې د چين حکومت او کورنۍ او بهرنۍ تصدۍ د چين، اسيا او نړۍ د سمسورتيا او پراخ اقتصادي پرمختګ لپاره پر له پسې ګډ کارونه وکړي.

په ناستې کې د چين، جاپان، امريکې، کوريا جمهوريت، بريتانيې، ايټاليې او د ځينو نورو هېوادونو د تصدیو خاوندانو استازيو ويناوې کړي او ويلي يې دي، چې دوی هوډ لري، په چين کې پانګونې زیاتې کړي او دایمي انکشاف وکړي.

لي چيانګ د کورنيو او بهرنيو تصديو له استازو سره ژمنه کړې، چې حکومت به یې د بېلا بېلو تصديو د پرمختګ لپاره غوره سوداګريز چاپېريال او خدمتونه برابر کړي.