چيني شکله عصري کېدل نړۍ ته د پرمختګ نوې بڼه برابروي
CMG2023/03/31 15:45:24
شريکول:

د بو او اسيايي فورم د ۲۰۲۳م کلنۍ غونډې د چيني شکله عصري کېدو فرعي ناسته د های نان ولايت په بو او علاقه دارۍ کې تر سره شوه.

د ناستې برخوال مېلمانه پر دې باور دي، چې چيني شکله عصري کېدل به نه يوازې د چين اقتصاد په خوځښت او پرمختګ راولي، بلکې نړۍ ته به هم د عصري کېدو نوې بڼه برابره کړي او له نړۍ سره د دغې نظريې شريکول به د راتلونکي نړيوال کېدو لپاره ټينګ بنسټ جوړ کړي.

د بو او د اسيايي فورم د شورا مشر ګلوريا ماکاپاګال ارويو ويلي، چې څوک باید د چين پرمختګ ګواښ نه، بلکې يو فرصت وبولي او په وينا يې، چيني شکله عصري کېدل د علمي سوسياليستي تجربو له بهير څخه رامنځته شوی او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې پرمختګ به وهڅوي.

د کېمبرېج پوهنتون لوړ پوړي څيړونکي مارټين جاکويس چيني شکله عصري کېدل په ټوله نړۍ کې د پاملرنې وړ موضوع بللې او په خبره يې، دا به نړيوال اقتصاد ته ستر خدمتونه برابر کړي. نوموړي ويلي، که چين ستر خدمتونه تر لاسه نه کړي، نو نړۍ به له لا زياتو ستونزو او بېوزلۍ سره مخ وي، نو خلک بايد د چيني شکله عصري کېدو د آبادۍ لپاره خوشبين او خوښ واوسي.

په دغه غونډه کې برخوالو ميلمانو دا ګډ نظر لري، چې چيني شکله عصري کېدل باوري دی، چې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون لاره سمه ده او پر دې سمې لارې به روان وي.