د بو او اسيايي فورم سرمنشي او د ملګرو ملتونو اتم سرمنشي بان کيمون د مارچ په ۲۹مه نېټه د چين د های نان ولايت په بو او کې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره ځانګړې مرکه وکړه.
بان کيمون په مرکه کې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد ستاينه وکړه او و يې ويل، دا مناسبه لاره ده، چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ ګډون کوونکي هېوادونه د ښوونې او روزنې په برخه کې د ملاتړ د تر لاسه کولو له لارې پخپله اقتصادي تګلارې جوړولی او اقتصادي پرمختګ رامنځته کولی شي.
بان کيمون د نړيوال امنيت، پرمختګ او تمدن په اړه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ درې پېشنهادونه وستايل او و يې ويل، چې دغه پېشنهادونه د نړۍ لپاره د چين له خوا وړاندې شوي او هيله يې وښودله، چې پرمختيايي هېوادونه د دغو پېشنهادونو په مرسته، دواملرونکی پرمختګ رامنځته کړي.