امريکا د مارچ له ۲۹مې نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې د ډيموکراسۍ دوهمه سرمشريزه تر سره کړه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مارچ په ۳۱مه نېټه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې دغې سرمشريزې نړيوالو ته د ډيموکراسۍ په مسئلو کې د امريکا رياکارانه بڼه او دوه ګوني معيارونه او د دغو کړنو زيانونه په ډاګه کړي دي.
ماو نينګ زياته کړه، چې امريکا د دغې سرمشريزې له لارې د خپلو معيارونو له مخې په مختلفو ډلو کې د بېلا بېلو هېوادونو د بېلولو او د خپلو ګټو له مخې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاسوهنې لپاره هڅې کړي. د ډيموکراسۍ په پلمه د خپلې کوچنۍ کړۍ جوړونه، د نړۍ بېلول، د ډله ييز سياست پراخوالی او د بادارۍ ساتنه د امريکا د دغې سرمشريزې موخه ده.