د بو او د اسیايي فورم کلنۍ غونډه نړۍ ته پیغام لري؟
CMG2023/04/01 14:01:24
شريکول:

د بو او د اسیايي فورم کلنۍ غونډه د مارچ له ۲۸مې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې تر سره شوه. د استرالیا د يو تولیدي شرکت مشر مارک هچینسن له ډېرو کلونو راهیسې په چین کې سوداګري کړې او هغه چین خپل د "دویم کور" په توګه  منلی دی. هغه وويل، ډېر خوشحاله یم، چې دا ځل کور ته لاړ شم. د هچینسن په څېر بهرني سوداګر ډېر دي، چې د بو او د اسیايي فورم په کلنۍ غونډه کې یې ګډون کړی ؤ. د څه د پاسه ۵۰ هېوادونو او سیمو د سياسي،  صنعتي او سوداګریزو چارو څه د پاسه ۱۵۰۰ استازو او کارپوهانو په یاده غونډه کې ګډون کړی و. اوس نړۍ د ناثابتو عواملو  له زياتېدو سره مخ ده، د روانې کلنۍ غونډې موضوع "ناڅرګنده نړۍ: له ننګونو سره د مقابلې لپاره یووالی او د ورخلاصون، ټولشموليت او ګډ پرمختګ موندل" دي، چې قوي عملي اهمیت لري.

د بوستون مشورتي ګروپ لخوا د یوې سروې له مخې، د ځواب ویونکو په منځ کې، شاوخوا ۷۵ سلنه نړیوال سوداګریز مشران په دې باور دي، چې ناڅرګندتیا په ۲۰۲۳م کال کې د مختلفو هېوادونو د شرکتونو په وړاندې تر ټولو لویه ننګونه ده. 

په یاده کلنۍ غونډه کې زياتو ګډون کوونکو بهرنيو شرکتونو په مرکو کې د چين د فعال بازار، ښه سوداګريز چاپيريال او د اکمالاتي سلسلې د بشپړ سيستم ستاينه وکړه.  د چين د سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې، د ۲۰۲۳م کال په جنورۍ کې د چين له خوا استعمال شوې بهرنۍ پانګونې ۱۲۷،۶۹مليارډه يوانه وې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴،۵ سلنه زياتوالی ښيي.  

چین تل نړۍ ته دا سیګنال استولی، هر څومره چې په نړۍ کې ډول ډول بدلونونه رامنځته کېږي، چین به تل  پر اصلاحاتو، ورخلاصون او نوښت ټينګار وکړي. د نړۍ باور د چين او اسيا له سوله ييز او باثباته پرمختيايي چاپيريال څخه راځي. چین په فورم کې په ښکاره توګه څرګنده کړه، چې خامخا له سوله ييزو او پرمختيايي لارو چارو څخه کار واخلي، ترڅو له ۱،۴ ملياردو څخه زيات چینایان په عصري ټولنه کې راولي. د برازيل د صنعت او سوداګرۍ وزارت پخواني اجرائيه وزير تيسيرا په دې باور دی، چې چين کولای شي په سوله ييزه برخه کې د نړۍ رهبري کړي او د چيني شکله عصري کېدل د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو په بهیر کې مهم رول لوبوي.

د ۲۰۲۳م کال په پسرلي کې د نړۍ د ناڅرګندتیا  له زیاتېدو سره سره، اسیا، په ځانګړې توګه چین له ډاډ څخه ډک دی، چې نه یوازې یې په دې سیمو کې د پانګه اچولو په اړه د بهرنیو شرکتونو باور پیاوړی کړی، بلکې د دوی د راتلونکي مزل لپاره د خوځنده ځواب برابر کړی.