چين: په نړۍ کې د کرونا ويروس د ريښې لټون له علمي چارو څخه ملاتړ او له هر ډول سياسي لاسوهنې سره مخالفت کوي
CMG2023/04/01 11:40:36
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مارچ په ۳۱مه د دغه وزارت په نوبتي مطبوعاتي ناسته کې وويل، چين تل په نړۍ کې د کرونا ويروس د ريښې لټون له علمي چارو  څخه ملاتړ او د ريښې لټون چارو ته د سياسي رنګ ورکولو سره ټينګ مخالفت کوي.

ماو نينګ د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې چين د کرونا وبا له رامځته کېدو وروسته د کرونا ويروس د ريښې د لټون په اړه دغه هېواد ته د روغتيا نړيوال سازمان د نړيوالو کارپوهانو د دوو سفرونو ملاتړ کړی او ورسره يې په همکارۍ علمي او د باور وړ څېړنيز راپورونه جوړ کړي دي، چې دغه راپورونه په نړۍ کې د کرونا ويروس د ريښې لټون د چارو لپاره ټينګ بنسټ ايښودلی. د چين ساينسپوهانو په دې وروستيو کې له نړيوالې ټولنې سره د کرونا وبا د خپرېدو په وختي موده کې د لا زياتو ثبت شويو نمونو معلومات شريک کړي دي. چين د کرونا ويروس د ريښې لټون په برخه کې د نورو هېوادونو په پرتله تر ټولو زيات معلومات او د څېړنو پايلې خپرې کړي او ډېر خدمتونه يې کړي دي.

ماو نينګ هيله وښودله، چې د روغتيا نړيوال سازمان دې پر علمي، عيني او عادلانه دريځ ټينګار وکړي او له سياسي لاسوهنې څخه دې ډډه وکړي. امريکا بايد د کرونا ويروس د ريښې لټون په چارو کې له سياسي لاسوهنې څخه لاس واخلي، له نوموړي سازمان سره دې د اړوندو نمونو معلومات شريک کړي او دغه راز د فورټ ډيتريک او په نړۍ کې د خپلو نورو بيولوژيکو لابراتوارونو معلومات دې خپاره کړي.