چين: هېڅوک او ځواک د دغه هېواد د وحدت مخنيوی نه شي کولی
CMG2023/04/01 14:36:24
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مارچ په ۳۱مه نېټه په نوبتي مطبوعاتي  غونډه کې وویل ، چې  هېڅوک او ځواک د چين د وحدت مخنيوی نه شي کولی.

ماو نينګ يو ځل بيا د تايوان مسئلې په اړه د چين دريځ بيان کړ. هغې وويل، چين د امريکا او تايوان ترمنځ له رسمي تګ راتګ، له امريکا څخه د تايوان د ادارې د مشرانو له ناوړې ليدنې او د امريکا او تايوان ادارې ترمنځ له هر ډول تماس سره ټينګ مخالفت کوي.