د چين او هسپانيې ترمنځ د رسمي اړيکو د جوړېدو د ۵۰مې کليزې په مناسبت، د چين او اروپا د موسيقۍ درېيم فېسټيوال يعنې د چین او هسپانيې ترمنځ د رسمي اړیکو د جوړېدو د ۵۰مې کليزې کنسرت د مارچ په ۳۱مه نېټه د چین ميډيا ګروپ لخوا په بريالۍ توګه تر سره شو . له چين او هسپانيې څخه څه د باندې سلو هنرمندانو د دواړو هېوادونو کلاسيکې سندرې او ملي ناڅاوې تر سره کړې، چې د دواړو هېوادونو لرغوني کلتوري دودونه يې نندارې ته وړاندې او د کلتور د تګ راتګ لپاره یې د دوستۍ پل جوړ کړ.
په چین کې د هسپانيې سفير رافايل ديزکالار په خپله ويډيويي وينا کې د چين میډیا ګروپ څخه مننه وکړه، چې یاد کنسرت يې جوړ کړی. هغه وویل، چې موسيقي او کلتور د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ مهم پل دی او باور لري، چې د یاد کنسرت له لارې به د هسپانيې خلک چين نور وپېژني او برعکس د چين خلک به د هسپانيې د کلتور په اړه نور معلومات تر لاسه کړي.