د هندوراس او تايوان ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو له پرې کېدو مخکې د امريکا او تايوان چلونه څه وو؟
CMG2023/04/01 19:48:03
شريکول:

د هندوراس د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ۳۰مه اعلان وکړ، چې د دغه هېواد ولسمشر سيومارا کاسترو به ژر له چين څخه رسمي ليدنه وکړي. دغه وزارت ۴ ورځې مخکې يعنې د مارچ په ۲۵مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره  وویل، چې هېواد يې د چين له تايوان ادارې سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې دي.

له دې نه مخکې د تايوان د ډيموکراتيک پرمختګ ګوند له هندوراس سره د خپلو تش په نوم ډيپلوماتيکو اړيکو د ساتنې لپاره د بېلا بېلو چلونو له لارې هڅې کړې وې او حتی امريکا ته يې د مرستې لپاره زارۍ وکړې، خو د امريکا او تايوان ادارې هره هڅه بې ځايه  شوه.

د تايوان ادارې له اوږدې مودې راهيسې د خپلو تش په نوم ډيپلوماتيکو اړيکو د ساتلو لپاره د ډالر ډيپلوماسۍ تګلاره غوره کړې. په تېرو څو کلونو کې له تايوان ادارې سره د ډالر ډيپلوماسۍ په اړه د هندوراس زياتې رسوايۍ  په ډاګه شوي دي، چې په اړوندو قضيو کې د پيسو اندازه شلو ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې ده.

د هندوراس خبري رسنيو خبر ورکړ، چې د ۲۰۱۸م کال په فبرورۍ کې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر مېرمن روسا ايلينا بونيلا د پيسو د اختلاس په تور ونیول شوه او ځينې پيسې يې د تايوان ادارې له تش په نوم بسپنې څخه راغلې وې.  دا پېښه ښيي، چې ډالر ډيپلوماسۍ د هندوراس له رښتيني پرمختګ سره هېڅ مرسته نه ده کړې.

د هندوراس ولسمشر سيومارا کاسترو د ۲۰۲۱م کال په نومبر کې د ولسمشرۍ د ټاکنو په موده کې وويل، چې که هغه انتخاب شي، له تايوان ادارې سره به تش په نوم ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړي او له چين سره به ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي. د تايوان بېلتون غوښتونکي د ياد خبر له اورېدلو وروسته ډېر اندېښمن وو او هندوراس ته یې د ډېرو پيسو شرط ايښی و، حتی ځايي خبري رسنيو ته يې رشوت ورکړی ؤ، څو د چين او هندوراس ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو له ټينګولو سره مخالف عامه افکار جوړ کړي.

د تايوان د ډيجیټلي ډيپلوماسۍ ټولنه له تايوان ادارې سره نژدې اړيکې لري او د دې ټولنې مشر ګو يو ان څو ورځې مخکې په ټولنيزو رسنيو کې وويل، چې په ۲۰۲۲م کال کې يې په هندوراس کې له تايوان سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د پرې کولو ضد ۹۰ ليکنې خپرې کړې او د دې لپاره يې خبري رسنيو ته تش په نوم مطبوعاتي پيسې ورکړې. ګو جيا يو زياته کړه، چې دغه چل  نتیجه ورنکړه، ځکه له چين سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګولو ملاتړ کوونکي غږونه د هندوراس په انټرنيټي شبکه کې ډېر دي.

د هندوراس انټرنيت کاروونکي ويليدا  په یوه تبصره کې ویلي، چې له چين سره د هندوراس د ډيپلوماتيکو اړيکو ټينګول په روان کال کې تر ټولو ښه خبر دی او هيله لرم، چې موږ به له دغو اړيکو څخه ګټې واخلو.

د ولسمشر کاسترو د ټينګې ادارې پر وړاندې د تايوان ادارې خپله هيله د امريکا پر ځان اړولې او غواړي چې امريکا د تايوان د تش په نوم ډيپلوماتيکو اړيکو د ساتنې لپاره ورسره مرسته وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مرستيال براين نيکولس د ۲۰۲۱م کال په نومبر کې له هندوراس څخه ليدنه وکړه او په ښکاره توګه يې له هندوراس څخه هيله وښودله، چې له تايوان سره دې (( ډيپلوماتيکې اړيکې)) وساتي. امريکا او د تايوان ادارې د سږ کال په جنورۍ کې له هندوراس سره د مرستې درې اړخيز پلان وړاندې کړ.

د امريکا او تايوان ادارې د يادو چلونو پايله ټولو ته معلومه ده، چې له چين څخه د تايوان د  بېلتون  غوښتنې هرې کړنې بې ځايه دي.

له تېرو اوو کلونو راهيسې له تايوان ادارې سره د تش په نوم ډيپلوماتيکو اړيکو لرونکو هېوادونو شمېر له ۲۲ څخه ۱۳ ته ټيټ شوی. زياتېدونکو هېوادونو د يو چين پېژندنې اصل منلی او د چين له ملي وحدت څخه یې ملاتړ څرګند کړی دی.

په نړۍ کې د يو چين پېژندنې اصل د لا ټينګښت او پراخوالي په بهير کې ځيني کوچني خنډونه شته، خو هېڅوک او ځواک د دغه بهير مخه نشي نیولی .