د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو د دفتر مشر وانګ يي د مارچ په ۳۱مه نېټه په بېجينګ کې د امریکا او چين ترمنځ د اړيکو د ملي کميټې د مشر ستېفن اورلینس په بلنه له نوموړي سره ولیدل.
وانګ يي په ياده ليدنه کې وویل، چې اوس د چين او امريکا ترمنځ اړیکې له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ دي، هيله ده، چې د امریکا او چین ترمنځ د اړيکو ملي کمېټه او د امریکا دوست شخصيتونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ثابت پرمختګ لپاره رغنده رول ولوبوي.
وانګ يي زیاته کړه، چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ښه کېدو لپاره، امریکا باید په بالي ټاپو کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ګډې موافقې پلې ، د چين په اړه دې پاليسي اصلاح ، پر چين دې بنديزونه او محدودیت لغوه او د اړيکو پرېکون دې بند کړي.
نوموړي پر تايوان مسئلې د چين کلک دريځ یو ځل بیا بيان کړ.