د چين لومړی بار وړونکی مسلکي هوايي ډګر- لومړی نړيوال مسير پرانيستی
CMG2023/04/02 14:40:17
شريکول:

د چين د هو بۍ ولايت د غه جو ښار هوا هو هوايي ډګر، چې د دغه هېواد لومړی بار وړونکی مسلکي هوايي ډګر دی، د اپريل په لومړۍ نېټه يې د بلژيک لېګه هوايي‌ ډګر ته د مالونو د هوايي ټرانسپورټي لارې زمینه برابره کړه. دا د هوا هو هوايي‌ ډګر لومړی بار وړونکی نړيوال مسير دی. دغه راز ياد هوايي‌ ډګر د نړۍ د لومړۍ کچې ټرانسپورټي مرکز په توګه د ابادۍ په چارو کې مهم ګام دی.

د اپريل د لومړې نېټې په سهار يوولسو بجو، يوه الوتکه، چې پکې نژدې سل ټنه توکي بار وو، له نوموړي هوايي ډګر څخه وخوځېده او له ۱۲ ساعته مزل وروسته د بلژيک لېګه هوايي ډګر ته ورسېده.

د غه جو ښار هوا هو هوايي ډګر د اسيا لومړی باروړونکی مسلکي هوايي ډګر هم دی، چې د ۲۰۲۲م کال د جولای په ۱۷مې نېټې جوړ او کار يې پيل کړی دی. د ټاکلي پلان له مخې، دغه هوايي ډګر به د سږکال تر پايه پورې ۴۰ بار وړونکي کورني مسيرونه او ۴ نړیوال هوايي مسيرونه پرانيزي.