د پيسو نړيوال صندوق اجرائيه ادارې په ځايي وخت د مارچ په ۳۱ مه نېټه د اوکراين لپاره د ۱۵،۶ملیارډو ډالرو په ارزښت پور پلان تصويب کړ.
د رویټرز د خبر له مخې، دا څلور کلن پلان د اوکراین لپاره د ۱۱۵ ملیارډو ډالرو په ارزښت د مرستو يوه برخه ده چې هدف یې له اوکراینه اقتصادي ملاتړ دی. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په خپله ټویټر پاڼه کې د پيسو نړيوال صندوق د دې اقدام هرکلی کړی دی.