د سوریې د بهرنیو چارو وزیر له څه باندې ۱۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره مصر ته سفر وکړ
CMG2023/04/02 14:41:51
شريکول:

 د مصر د بهرنيو چارو وزارت د اپريل په لومړۍ نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير حسن شکري په همدې ورځ په پلازمېنه قاهره کې د سوريې د بهرنيو چارو له وزير فيصل مکداد سره وکتل او دواړو خواوو د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا او د ګډې پاملرنې وړ سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو په اړه يې خبرې اترې وکړې. دا له څه د پاسه لسو کلونو وروسته مصر ته د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر لومړی سفر دی.

 په یاده اعلامیه کې ویل شوي چې شکري یو ځل بیا پر دې ټینګار وکړ چې مصر د سوریې د کړکیچ د هراړخیز سیاسي حل او د سوریې د ملي پخلاینې د ژر تر ژره د عملي کېدو په موخه د هڅو بشپړ ملاتړ کوي. د سوریې د کړکیچ هراړخیز سیاسي حل به د دغه هېواد په کورنیو چارو کې د بهرنیانو لاسوهنې ختمې کړي چې په سوریې کې د امنیت او ثبات د رامنځته کېدو، د ياد هيواد د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او د سوریایانو د ملي سرچينو د ساتنې او د ترهګرۍ د ټولو ډولونو د له منځه وړلو او په خپله خوښه او خوندي توګه خپلو کورونو ته د څو میلیونو سوري کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره به مرسته وکړي.