د بېجينګ او اروپا ترمنځ لومړی باروړونکی اورګاډی مسکو ته ورسید
CMG2023/04/02 14:40:25
شريکول:

 د بېجينګ او اروپا ترمنځ لومړی باروړونکی اورګاډی د اپريل په لومړۍ نېټه د چين له بېجینګ څخه د روسیې د مسکو د بيلراست ریل سټېشن ته ورسېد.

د يادونې وړ ده چې دغه اورګاډی کې ۵۵ کانتينرونو بار دي او ساختماني مواد، جامې او نور شيان په کې شامل دي چې د مارچ په ۱۶مه نېټه د بېجينګ د پينګ ګو سیمې د ما فانګ ریل سټېشن څخه لوېديځ ته وخوځېد او په ځایي وخت د اپريل د لومړۍ نېټې تر غرمې وروسته په ۶ بجو ۳۰ دقیقو د روسیې د بیلراست ریل سټېشن ته ورسېده. د دې اورګاډي ټول سفر شاوخوا ۹۰۰۰ کیلومتره دی او ۱۶ ورځې وخت نیسي.

 د بيلراست رېل سټېشن د لوژستيکي مرکز مسؤل الکساندر شوکين وويل، د روسيې او چين ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د ترانسپورتي همکارۍ پياوړتيا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پيا وړتیا او پرمختګ لپاره ستر اهميت او ګټه لري.