چین او سنګاپور د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخیز، باکيفيته او راتلونکي محوره مشارکت د جوړېدو ګډه اعلامیه خپره کړه
CMG2023/04/02 14:35:59
شريکول:

چين او سينګاپور د اپريل په لومړۍ نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخیز، باکيفيته او راتلونکي محوره مشارکت د جوړېدو ګډه اعلامیه خپره کړه.

د سينګاپور صدراعظم لي هسين لونګ د چين د صدراعظم لي چيانګ په بلنه د مارچ له ۲۷مې نېټې څخه د اپريل تر لومړۍ نېټې پورې له چين څخه رسمي ليدنه وکړه. د ده د ليدنې په ترڅ کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ، صدراعظم لي چيانګ، د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر جاو له جي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې مشر وانګ هو نينګ په جلا جلا توګه له نوموړي سره وکتل.

دواړو خواوو موافقه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې هر اړخیز، باکيفيته او راتلونکي محوره مشارکت ته لوړې کړي.

سينګاپور پر دې ټينګار کړی، چې د لوړ کيفيت د پرمختګ لپاره د چين د هڅو ملاتړ او د چين د دوامدارو اصلاحاتو او ورخلاصون هرکلی کوي. چين د سينګاپور ستاينه کړې، چې دغه هېواد له اوږدې مودې راهيسې د چين د عصري کېدو په ابادۍ کې ګډون کړی او د دوه اړ خيزو همکاريو لپاره يې ټينګ بنسټ اېښی دی. چين د سينګاپور له مداومه پرمختګ او سمسورتيا ملاتړ څرګند کړی دی.

دواړو هېوادونو د اپريل په لومړۍ نېټه اعلان کړی، چې د خپلمنځي ازادې سوداګرۍ د تړون د لوړوالي په اړه وروستۍ خبرې اترې پای ته رسېدلې دي. د دواړو خواوو پلاوي به د قوانينو له مخې د سندونو د تفتيش او ترجمې په شمول وروستي کارونه او تشريفات بشپړ کړي او ژر تر ژره به اړوند تړون لاسليک کړي.