امريکا د مارچ له ۲۹مې نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې د تش په نامه د ډيموکراسۍ دوهمه سرمشريزه تر سره کړه.
په دې وروستيو ورځو کې د يو شمېر هېوادونو شخصیتونو د يادې سرمشريزې غندنه کړې. د دوی په اند، امريکا څو څو ځلې د نورو هېوادونو پر ملي حاکميت تيري کړی او د ډيموکراسۍ په پلمه يې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کړې. له دې امله امریکا حق نه لري، چې د نورو هېوادونو پر ډيموکراتيک وضعيت نيوکه وکړي. ياده سرمشريزه د بېلابېلو هېوادونو د پرمختګ لپاره هېڅ ګټه او اهميت نه لري.
د کرواتيا سياسي تحليل ګر ملينکو اوګرېڅ ويلي، چې امريکايي شکله ډيموکراسي د ډيموکراسۍ يوازينی معيار نه دی. د تش په نامه د ډيموکراسۍ سرمشريزې موخه دا ده، چې په ګډه پر خپلو دښمنو او سیالو هېوادونو محدودیتونه وضع کړي او تر فشار لاند يې ونیسي.
د اذربايجان ملي پارلمان غړي بروز مهلاموف د يادې سرمشريزې غندنه کړې او ويلي، چې امریکا غواړي د ډيموکراسۍ په پلمه هغه هېوادونه تر فشار لاندې ونیسي، چې د امریکا له ارادې او غوښتنې سره مخالفت کوي.