د چین او ماليزيا صدراعظمانو په بېجینګ کې سره ولیدل
CMG2023/04/02 14:39:49
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د اپريل په لومړۍ نېټې په بېجينګ کې د ماليزيا له صدراعظم انوار ابراهيم سره خبرې اترې کړې.

لي چيانګ ويلي، چې چين غواړي له ماليزيا څخه د ښو او ځانګړو توليداتو واردات زيات کړي، له دغه هېواد سره د زراعت په برخه کې همکارۍ پياوړې کړي، د بېوزلۍ د له منځه وړنې تجربې ورسره شريکې کړي، خپلمنځي دوستي او متقابل اعتماد لا ټينګ کړي او د تعليم، کلتور، سيلانيزو چارو، رسنيو او د فکري مراکزو په برخو کې همکارۍ وکړي. چين غواړي د ماليزيا په شمول د اسيان له ټولو غړیو هېوادونو سره د جنوبي سمندرګي د عملي اصولو په اړه سلامشورې ته وده ورکړي، څو په ګډه د دغه سمندرګي سوله او ثبات وساتي.

له يادو خبرواترو وروسته، د لي چيانګ او انور ابراهيم په حضور کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، زراعت او ګمرک په اړه همکاريز سندونه لاسليک شول.