له چينګ مينګ مخکې چای
CMG2023/04/03 15:12:00
شريکول:

چينايانو د اقليمي توپيرونو له مخې کال په ۲۴ برجونو(څلو) ويشلی، چې يو يې د چينګ مينګ برج دی او د اختر په څېر يې لمانځي.

چين څلور لوی دوديز اخترونه(چينګ مينګ، پسرلنی اختر، د ښامار کښتۍ اختر او سپوږمۍ اختر) لري او د اپريل ۵مه نېټه به له چينګ مينګ اختر سره برابره وي.

چينايان د هغه چای کيفیت، چې له چينګ مينګ اختر مخکې راټول شوی وي، ډېر ښه بولي.

له چينګ مينګ اختر مخکې هوا سړه وي او د چای پاڼې ډېرې ورو ورو لويېږي او ډېر کم حاصل ورکوي، نو د داسې چای قيمت هم ډېر لوړ وي.

په چين کې بزګران اوس د چای په راټولولو او توليدولو بوخت دي.