په چين کې د روان کال د اپرېل پنځمه نېټه له چينګ مينګ ورځې سره برابره وي. دغه ورځ د چين له ۲۴ برجونو څخه يوه ده او د پسرلني اختر، دوان وو اختر او جونګ چيو اختر تر څنګ د چين څلورم عنعنوي اختر شمېرل کيږي.
چينايان د چينګ مينګ ورځې په درشل کې د خپلو مړو شوو خپلوانو او قربانيانو قبرونو ته ځي، پاکوي يې او ياد يې تازه کوي.
د چينګ مينګ ورځ د تا چينګ اختر په نوم هم يادېږي، چې په پسرلي کې د چکر وهلو مانا ورکوي.
چينايان په همدې ورځ کې په طبيعت کې چکر وهي او د پسرلي ښکلې منظرې ننداره کوي.