چين به د کښت د پوهنې ملکيت حقونو ساتنه پياوړې کړي
CMG2023/04/03 10:19:52
شريکول:

د چين د کښت د پوهنې ملکيت حقونو د ساتلو ځانګړی کورس پدې وروستيو کې د دغه هېواد د کرنې او کليوالو چارو وزارت او عالي ولسي محکمې لخوا په ګډه د های نان ولایت په سان يا ښار کې ترسره شوی او خبر پکې ورکړل شوی، چې چين به د کښت د پوهنې ملکيت حقونو د ساتلو په موخه د تقنين، عدليې، د قانون تطبيق، مديريت او تخنيکي مرستو په برخو کې اقدامات غوره کړي.

خبر وايي، چين به د کښت د پوهنې ملکيت حقونو د ساتلو اړوند قوانين اصلاح کړي، اداره او عدالت به وصل کړي او د اړوندو څانګو ترمنځ د همغږۍ ميکانيزم به اصلاح او د کښت چارو د نظارت او د قانون تطبيق فعاليتونه به ترسره کړي.

خبر زياتوي، چين به د فصلونو د ډولونو د اداري ميکانيزم پر اصلاح تمرکز وکړي او نوښت به وهڅوي او هم به د فصلونو د ډولونو د پېژندنې پر مديريت تمرکز ولري او د ډولونو د معياري نمونو مديريت به پياوړی کړي.