يو شمېر هېوادونه به د روان کال له مې تر ډسمبر پورې د اومو نفتو تولید کم کړي
CMG2023/04/03 11:17:45
شريکول:

يو شمېر هېوادونو د اپريل په دوهمې نېټې اعلان کړی، چې د روان کال له مې څخه د ډسمبر تر پایه پورې به د اومو نفتو توليد کې پوره کموالی راولي.

د معلوماتو له مخې، سعودي عربستان به د اومو نفتو خپل ورځنی توليد ۵۰۰ زره بيلره کم کړي، عربي متحده ایالتونه به ۱۴۴ زره بيلره، کوېټ به ۱۲۸ زره بيلره، عراق به ۲۱۱ زره بيلره، الجزاير به ۴۸۰ زره بيلره، قزاقستان به ۷۸ زره بيلره او عمان به ۴۰ زره بيلره کم کړي.

له دې وړاندې روسيې اعلان کړی و، چې د روان کال له مارچ تر جون پورې به د اومو نفتو ورځنی توليد ۵۰ زره بيلره کم کړي. د دغه هېواد مرستيال صدراعظم نواک د اپرېل په دوهمې نېټې ويلي، چې هېواد يې د تېرې فبرورۍ د اومو نفتو د استخراج وضعيت ته په کتو نوې پرېکړه کړې او د نفتو د توليد د کمولو چارې به د ۲۰۲۳م کال تر پايه پورې وغځوي.