د چين بهرنيو چارو وزير له خپل جاپاني سیال سره وکتل
CMG2023/04/03 11:18:49
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د اپريل په دوهمې نېټې په بېجينګ کې له خپل جاپاني سيال هاياشي يوشيماسا سره کتلي او په يو لړ مسئلو ورسره غږېدلی دی.

چين ګانګ له يوشيماسا سره په لېدنې کې هيله ښودلې، چې جاپان چين ته په سمه سترګه وګوري، سياسي بصيرت وښيي او مسئوليت ومني او خبرې، صادقانه ګډې همکارۍ، کلتوري اړیکې او د پروسونلونو تبادلې ورسره پياوړې کړي او تضادونه ښه کنټرول کړي.

نوموړي له خپل جاپاني سیال غوښتي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر وړاندې پراته خنډونه لرې او فشارونه دې کم کړي او د نوې زمانې له غوښتنې سره سمې اړيکې دې ټينګې کړي.

چين ګانګ په خپلو خبرو کې د جاپان د فوکوشيما برېښناکوټ ککړو اوبو ته هم اشاره کړې او په وينا يې، سمندر ته د دغه برېښناکوټ د ککړو اوبو ايستل به د انسانانو په روغتيا او امنيت ډېرې اغېزې ولري، نو جاپان باید دغه مسئله جدي وبولي او په ښه توګه يې حل کړي.

نوموړي ويلي، د تايوان مسئله د چين له ډېرو مهمو مرکزي ګټو څخه ده او د چين او جاپان ترمنځ د اړيکو په سياسي بنسټ پسې يې تړلې بللې ده او له جاپاني لوري يې غوښتي، چې خپلمنځي څلور سياسي سندونه او خپلې ژمنې مراعات کړي او د تايوان په چارو کې باید مداخله ونه کړي او د چين د ملي حاکميت د زيانولو هڅې دې نه کوي.

هاياشي يوشيماسا له خپل چيني سیال سره په لېدنې کې ويلي، چې سږکال د چين او جاپان ترمنځ د سولې او دوستۍ تړون د لاسليکېدو ۴۵ مه کليزه ده او په وينا يې، جاپان به له چين سره ګډ کار وکړي، د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې موافقې به پلې کړي، ۴ لاسليک شوي سندونه به مراعت او د بېلا بېلو کچو چارواکو ترمنځ خبرې او صادقانه همکارۍ به پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د رغنده او ثابتو اړیکو د جوړولو او همدارنګه د سيمې او نړۍ د سمسورتيا او ټيکاو لپاره به خدمتونه وکړي.