شي جين پينګ د مشهورو عربي هنرمندانو استازو ته ځوابي پيغام وليږه
CMG2023/04/03 21:54:09
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې مخکې د عربي هېوادونو د هغو مشهورو هنرمندانو ته ځوابي پيغام وليږه، چې چين ته د ورېښمو لارې د هنري پنځونو په نوم فعاليت کې د ګډون لپاره راغلي دي. شي جين پينګ په خپل پيغام کې دغه عربي هنرمندان هڅولی، چې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د دوستۍ بيانولو لپاره لا زيات هنري اثار وپنځوي او د چينايانو او عربو ترمنځ د دوستۍ د ټينګ لپاره خدمتونه وکړي.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، د چيني او عربي تمدنونو ترمنځ تبادلې د ورېښمو د لرغونې لارې له جوړېدو څخه د يو کمربند او يوې لارې تر ابادۍ پورې یې دوام درلودلی او په تاريخ کې يې د متقابلو زده کړو او تبادلې د پام وړ پاڼې

ثبت کړې دي. نوموړي هيله ښودلې، چې لا زيات عربي هنرمندان له چين څخه د ليدنې له لارې لا نور هنري اثار وپنځوي او د چين په اړه خپلې تجربې او احساسات شريک کړي، څو عرب وګړي په ښه توګه چين وپېژني او له چينايانو سره د دواړو خواوو ترمنځ د کلتوري راکړې ورکړې نوې پاڼه پرانيزي.

د ورېښمو لارې د هنري پنځونو په نوم د فعاليت څه باندې۵۰ برخه والو عربي هنرمندانو په دې وروستيو کې په ګډه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته يو پيغام ليږلی او په تېرو لسګونو کلونو کې يې چين ته د سفرونو په اړه لاسته راوړنې او احساسات شريک کړي دي.

تر اوسه د ۲۲ عربي هېوادونو له سلو زياتو هنرمندانو په نوموړي فعاليت کې ګډون کړی او د انځورونو، مجسمو او چيني لوښو په شمول يې ۴۸۷ هنري اثار پنځولي دي.