د اسرائيل کابينې د ملي ګارډ ډلې جوړونه تائيد کړه
CMG2023/04/03 10:23:42
شريکول:

د اسرائيل د حکومت مطبوعاتي دفتر د اپريل په ۲مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د دغه هېواد کابينې په همدې ورځ په اوونيزې غونډې کې د ملي امنيت وزارت تر لارښوونې لاندې د ملي ګارډ ډلې جوړونه تائيد کړې ده.

اعلاميه وايي، چې د اسرائيل د ملي امنيت شورا او اړوندې ادارې به يوه خپلواکه کمېټه جوړه او په اړه به يې پراخ بحثونه وکړي او په ۹۰ ورځو کې به یې پايله کابېنې ته وړاندې کړي.

 په اعلاميې کې د اسرائيل د ملي ګارډ ډلې مسووليتونه نه دي په ګوته شوي، خو مالومات ښيي، چې د کابينې په غونډه کې يې د يادې ډلې پر سر سختې نانندرۍ روانې وې او ډېرو وزيرانو يې له جوړښت سره مخالفت ښودلی دی.

د دوی په نظر، د نوي ځواک جوړول به د اسرائيل پوليس، د ملي پوځ او د ملي امنيت وزارت حقونو ته زيان ورسوي او د امنيتي ادارو تر منځ به سيالۍ راپورته کړي.