د روسيې په سانپيټرزبورګ کې په يوه کافي شاپ کې د چاودنې له امله ۲۰ تنو ته مرګژوبله اوښتې
CMG2023/04/03 14:53:47
شريکول:

د اپريل په دوهمې نېټې د روسيې په سانپيټرزبورګ ښار کې په يوې کافي خونې کې چاودنه شوې، چې له امله يې يو کس وژل شوی او ۱۹ تنه نور ټپيان شوي دي.

د روسيې د کورنيو چارو وزارت په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې د سانپيټرزبورګ ښار د واسيليفسکي سيمې قوماندانۍ د همدې ورځې د مازيګر په شپږو بجو او ۱۳ دقيقو خبر ترلاسه کړی، چې د دې سيمې يوې کافي خونې کې چاودنه شوې او له امله يې يو کس وژل شوی او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د روسيې فيدرالي تحقيقاتي کمېټې د همدې ورځې په شپه پر ټولنیزو رسنيو خبر ورکړی، چې دغه چاودنه د نامالومو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.

د مالوماتو له مخې، د دغې چاودنې له امله یو روسي ژورناليست ولاديلند تاترسکي وژل شوی او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
 يادې تحقيقتي کمېټې ويلي، چې د پېښې په اړه يې پلټنه پيل کړې ده.