يونهاپ خبري اژانس ويلي، چې د کوريا جمهوريت د ټولپوښتنې ارګان يا ريالميټر(Realmeter) د اپرېل په درېيمې نېټې د سروې پایله خپره کړې، چې له مخې يې د دغه هېواد ولسمشر يون سويک يول د چارو د مثبتې ارزونې کچه ۳۶.۷ سلنه ښودل شوې او د منفي ارزونې کچه يې ۶۱.۶ سلنې ته پورته شوې ده.
ريالميټر ياده نظر پوښتنه د مارچ له ۲۷مې تر ۳۱مې نېټې ترسره کړې او له ۱۸ کلنۍ پورته ۲۵۱۲ کسان يې پکې پوښتلي دي. (ژباړه: شکريه)