په سوریه کې د اسرائيلي ځواکونو په هوايي برید کې د ايران يو بل پوځي سلاکار وژل شوی
CMG2023/04/03 11:23:06
شريکول:

د ايران حکومت د تېرې مارچ مياشتې په ۳۱مې نېټې خبر ورکړی و، چې په سوريې کې يې یو پوځي سلاکار د اسرائيلي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

د ايران اسلامي انقلابي ګارډ تېره ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په سوریې کې يې يو بل پوځي سلاکار هم د اسرائيلي ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوی دی.

اعلاميه وايي، چې اسرائیل به د دوو ایراني پوځي سلاکارانو د وژلو بیې پرې کړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل په دوهمې نېټې په يوې اعلاميې کې د دې وزارت د وياند ناصر کناني په قول ويلي، چې پر سوريې د اسرائيلي ځواکونو پرله پسې بريدونه د سوريې په ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا تېری او له نړيوالو قوانينو سرغړونه ده.

کنعاني ويلي، چې د ایران د دوو پوځي سلاکارانو وینه به "بې ځایه تويه نه شي."  او هېواد به يې په سیاسي او قانوني لارو دا ډول "تیری او جنایتکارانه عمل" تعقیب کړي او په مناسب وخت او ځای کې به ځواب ورکړي. (ژباړه: شکريه)