د بشر او طبیعت ګډ برخلیک ټولنې په ګډه جوړونه د نړیوالې ټولنې لخوا وستایل شول
CMG2023/04/03 15:21:13
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ په وروستیو کلونو کې په څو نړیوالو غونډو کې له اقلیمي بدلون سره د مقابلې، د بیولوژیکي تنوع ساتنې او د زرغون پرمختګ هڅونې په اړه د چین ژمنې او لایحې وړاندې کړې او د نړیوالې ټولنې لخوا یې لوړه ستاینه شوې ده.

رئیس شي جين پينګ د ۲۰۲۰م کال په سپتمبر کې د ملګرو ملتونو په ۷۵مې اسامبلې کې اعلان وکړ چې چین به د دې لپاره تر خپلې وسې پورې کوښښونه وکړي چې تر ۲۰۳۰م کال پورې د کاربن ایستلو اندازه اوج ته ورسوي او تر ۲۰۶۰م کال پورې د کاربن خنثی کولو بهیر عملي کړي.

د نړۍ د هوا پېژندنې سازمان سرمنشي پیتري تلاس د چین دغه موخه ستر ارزښت بللی او ويې ویل، چین په نړۍ کې د دوامدارې انرژۍ د پانګونې لارښوونکي قوت ګرځېدلی، او په عین وخت کې چین د لمریزې تکنالوژۍ یو عمده صادروونکی هېواد ګرځېدلی دی.

چین نه یوازې د خپل قلمرو د کاربن ایستلو اندازې د کمښت لپاره اغېزناک تدبیرونه نیولي، بلکې له اقلیمي بدلون سره نړیوالې مقابلې يې هم هڅولې دي. د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون چوکاټي تړون بنسټ ايښودونکو د ۲۰۱۵م کال په دسمبر کې د پاریس تړون لاسلیک کړ او پکې تر ۲۰۲۰م کال وروسته د اقلیمي بدلون ضد د نړیوالې مبارزې لپاره يې ترتیبات وټاکل شول. چین نه یوازې د پاریس د لاسلیکېدو په بهیر کې مهم رول لوبولی، بلکې د دغه تړون د تطبیق لپاره يې هم فعال کوښښونه ترسره کړي دي. د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون چوکاټي تړون د بنسټ ايښودونکو په ۲۵مه غونډه کې د دې تړون مرستیال سرمنشي اویس سرمد د چین د خدمتونو ارزونه کړې او ويې ویل، چې د پاریس تړون په خبرو اترو کې، چین پر له پسې فعال خدمتونه ترسره کړي. هغه بیا په دغه غونډه کې هم اغېزناک رول لوبولی دی.

د نړۍ د هوا پېژندنې سازمان سرمنشي پيتري تلاس هم په دغه غونډه کې وویل، موږ باید له چین حکومت څخه ډېره مننه کوو، چین د پاریس تړون لاسلیکېدو په بهیر کې ډېر هڅوونکي خدمتونه ترسره کړي. د چین په کوښښونو سره مو د خبرو اترو دروازه پرانیستې ده.

سربېره پر دې، چین د اړوندو نړیوالو ارګانونو په کارونو کې هم فعال ګډون کړی. د ملګرو ملتونو د حکومتونو ترمنځ د اقلیمي بدلون ځانګړې کمېټې د سږ کال په تېر مارچ کې د پاریس تړون د پلي کېدو په اړه د لومړۍ نړیوالې ارزونې عمومي راپور خپور کړ چې د ۲۰۳۰م کال د نړیوالو اقلیمي تګلارو د ټاکلو او عمل لپاره يې مهم مالومات وړاندې کړي دي. د یادې ځانګړې کمېټې رئیس لي حویسونګ د دغه راپور د جوړولو په بهیر کې د چین فعال خدمتونه ستایلي او ویلي یې، د چین ساینسپوهانو د دغه راپور د جوړونې او تعدیل په پروسه کې ستر خدمتونه کړي، سربېره پر دې، د چین کارپوهانو او حکومتي استازو د دغه راپور د څارنې په غونډه کې د عمومي راپور د تعدیل لپاره هم فعال رول لوبولی دی. موږ د دوی له کوښښونو څخه د زړه له کومې مننه کوو.

چین د نړۍ د هوا پېژندنې سازمان د غړي په توګه د هوايي چارو پرمختګ لپاره له پرمختیايي او بېوزلو هېوادونو سره ډېرې مرستې کړې دي. د نړۍ د هوا پېژندنې سازمان مرستیال جانګ ون جیان په دې اړه وویل، چین له ۷ افریقايي هېوادونو سره عموماً د ۱۴ میلیونو ډالرو په ارزښت مرستندویه همکاریزې پروژې پلې کړې،  دا د دغه سازمان لپاره ستر اهمیت لري. همدارنګه، چین له دغه نړیوال سازمان سره د یو کمربند او یوې لارې په اړه یو لړ همکاریز تړونونه هم لاسلیک کړي دي.